کورپاڼه / جالب / موږ ته معاش نه دی راکړل شوی – نطاق په ټلویزیون د ژوندۍ خپرونې پر مهال د معاش غوښتنه وکړه
د کی بي این نیوز نطاق

موږ ته معاش نه دی راکړل شوی – نطاق په ټلویزیون د ژوندۍ خپرونې پر مهال د معاش غوښتنه وکړه

په ټولنیزو رسنیو کې د زمبیا د یو ټلویزیوني نطاق هغه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې په ژوندۍ بڼه د خبرونو د ویلو پر مهال له خپل ټلویزیون څخه شکایت هم کوي او د خپل معاش غوښتنه هم کوي.

دا ټلویزیون KBN TV News (Kenmark Broadcasting Network) نومېږي، چې د خبرونو له پیل سره سم هغه د خبرونو سرټکي وايي او بیا په ناڅاپي ډول په ژوندۍ خپرونه کې د معاش په اړه وغږېږي.

د کبیندا کلیمینا په نوم دا نطاق وايي، چې هغه او د هغه یو شمېر همکارانو ته د ټلویزیون له خوا معاش نه دی ورکړل شوی. هغه وايي، چې موږ انسانان یو او بدبختانه چې موږ ته د کی بي این ټلویزیون له خوا معاش نه دی راکړل شوی.

په ویډیو کې لیدل کېږي، چې کله یاد نطاق د خپل معاش او د ټلویزیون په اړه خبرې پیل کړي، نو د څو خبرو کولو نه وروسته پرې ژوندۍ خپرونه بنده شي.

د کی بي این ټلویزون د یاد نطاق په اړه سخت ګام پورته کړی دی او ویلي یې دي، چې هغه د مهمو خبرونو پر مهال داسې غېر مسلکي چلند کړی دی، دوی وايي چې هغه په هوش کې نه و او الکول یې څکولي و، چې له امله یې دغه ډول چلند ترې شوی دی او دوی به ورسره د خپلو اصولو سره سم چلند وکړي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …