کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د زوی د انلاین ګېم د تاوان پوره کولو لپاره پلار خپل موټر وپلوره
انلاین ګېم

د زوی د انلاین ګېم د تاوان پوره کولو لپاره پلار خپل موټر وپلوره

موږ ټول په دې پوهېږو چې ډېری مهال د تفریح یا ساعتېرۍ لپاره والدین د خپلو اولادونو واړه تاوانونه ډکوي، خو په برېتانیه کې یو زوی خپل پلار ته په یو ساعت کې دومره تاوان اړولی، چې هغه یې له امله موټر پلورلی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د برېتانیې یو ۷ کلن هلک د انلاین ګېم کولو پر مهال دومره څه واخیستل، چې پلار یې ۱۹۰۰ امریکايي ډالر تاواني کړ، چې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ کېږي.

د دغه پېسو د پوره کولو لپاره یې پلار دې ته مجبوره شو، چې خپل موټر وپلوري او د ګېم ۱۹۰۰ امریکايي ډالر پرې جمع کړي. د برېتانیې دغه ډاکټر وايي چې د هغه زوی ۱ ساعت وړیا ګېم کړی و، چې نوموړي ته یې دومره لوی تاوان ورواړاوه.

نوموړی وايي، چې زوی یې کوچنی دی او په دې نه پوهېده چې له څومره تاوان سره مخ کېږي، خو د ګېم جوړونکو ته پکار دي چې هغوی دې شیانو ته پام وکړي او خلک له تاوان سره مخ نه کړي.

د یادولو وړ ده چې دا لومړنۍ پېښه نه ده، چې اولاد پکې خپل پلار ته تاوان اړولی وي، بلکې د پابجي په نوم ګېم کې بیا په ډېرو هېوادونو کې هلکانو ډېرې پېسې بایللي دي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …