کورپاڼه / خپلواک / پاکستان د افغانستان ايمرجينګ لوبډله ماته کړه
پاکستان

پاکستان د افغانستان ايمرجينګ لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): د اسيايي لوبډلو ترمنځ په ايمرجينګ جام کې د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې ته په ٨ ويکټو ماته ورکړه.

د افغانستان او پاکستان ايمرجينګ لوبډلو ترمنځ د اسيايي جام لوبه نن په بنګله دېش کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې په ٤٢.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٨ منډې وکړې او د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې ته يې د ١٣٩ منډو هدف وټاکه. د افغانستان له لوري منير احمد کاکړ ٤١، بهير شاه ١٧، وحيد الله شفق ١٦، عبدالمالک ١٥ او سميع الله شينواري ١١ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې لپاره محمد محسن خان ٤، عماد بټ ٢، خوشدل شاه ٢ او عمر خان ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٣٩ منډو هدف د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې په ٣٥.٣ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ايمرجينګ اسيايي جام کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د پاکستان له لوري روهېل نظير ٥٣ ناسوځېدلې، عمېر يوسف ٣٨، سعود شکيل ٣٠ ناسوځېدلې او حېدر علي ١٦ منډې ترلاسه کړې. د افغانستان لپاره نجات مسعود او عبدالواسع ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد حسن ترلاسه کړه.

افغانستان ايمرجينګ لوبډله به د نومبر په ١٦مه نېټه له عمان ايمرجينګ لوبډلې سره مېدان ته کوزه شي او همدا راز د نومبر په اتلسمه نېټه به بيا د سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې سره مخامخ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …