کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په افغانستان کې د الکولو د څښاک په اړه خپور شوی راپور بې بنسټه دی
الکول

په افغانستان کې د الکولو د څښاک په اړه خپور شوی راپور بې بنسټه دی

د دري ژبې یوې بې نومه وېبپاڼې په خپل یو راپور کې لیکلي و، چې افغانستان د نړۍ په کچه څلورم هېواد دی، چې زیات الکول پکې څکول کېږي.

دغه وېبپاڼې یاد خبر د روغتیا نړیوال سازمان له قوله لیکلی و، خو کله چې موږ د روغتیا نړیوال سازمان وېبپاڼه کې هڅه وکړه، نو داسې هېڅ لیسټ یا راپور مو پکې پېدا نه کړ.

همدا راز د نړۍ په کچه هغه لیسټونه چې د زیاتو الکولو څکونکو هېوادونه پکې راغلي دي، د افغانستان نوم یې په لومړيو پنځوس هېوادونو کې هم نشته دی، بلکې افغانستان په داسې لیسټونو کې بېخي په وروستیو کې دی، چې د الکولو څښاک پکې په نشت حساب دی.

وروسته دغه وېبپاڼې خپل راپور بېرته ډیلیټ کړی دی او په دې اړه یې بخښنه هم غوښتې ده، خو یاده پېښه دوه کاله مخکې هم ترسره شوې وه، چې یوې دري ژبې وېبپاڼې پکې همدا ورته راپور خپور کړی و، چې بیا یې وروسته بېرته ړنګ کړ.

د یادولو وړ ده چې په ټولنیزو رسنیو کې هم د دغه وېبپاڼې یاد خبر ته خلکو پراخ غبرګون ښکاره کړ او دا یې په مطلق ډول یو درواغژن خبر یاد کړ.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …