کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د برېښنا دوه نورې پایې هم چپه شوې
چپه شوې پایه

د برېښنا دوه نورې پایې هم چپه شوې

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې په پغمان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوه نورې پایې هم چپه شوې دي. دوی وايي: ((ساعت وړاندې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوې پايې چپه شوې دي.))

د برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې وايي:  ((د یادې پېښې په رامنځته کېدو سره به د میدان وردګو، لوګر، غزني ولایتونو او د پکتیا حوزې ته د وارداتي برېښنا په جریان کې ځنډ رامنځته شي.))

دوی همدا راز زیاته کړې ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنيکي کارکوونکي ساحې ته رسېدلي دي او په دې اړه به نور جزییات هم ژر شریک کړي.

د یادولو وړ ده چې له تېرو شاوخوا لس ورځو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون ډېری ولایتونه په تیاره کې ډوب دي او د برېښنا شرکت هره ورځ د کار په اړه خبرونه خپروي، خو برېښنا په سترګو نه لیدل کېږي.

تېره ورځ برېښنا شرکت وویل، چې دوی د وارداتي برېښنا وصل کړه، خو څو دقیقې وروسته یې بیا وویل، چې یوه بله پایه الوځول شوې ده او هغه برېښنا چې لا هم راغلې نه، بیا لاړه.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …