کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکاره: پاکستانیان جاهل او بد اخلاقه دي
مریم نفیس ۱

پاکستانۍ اداکاره: پاکستانیان جاهل او بد اخلاقه دي

د پاکستان ځوانې او مشهورې هنرمندې مریم نفیس هم څو ورځې وړاندې د پاکستان په پارلمان کې د پارلمان د غړو ترمنځ د شخړې په اړه لیکلي و، چې پاکستانیان جاهل او بد اخلاقه دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان پارلمان کې د دوه ګوندونو د غړو ترمنځ د یو بل پر ضد نعرې وهل کېدې، په کتابونو او بوتلونو یو بل ویشتل کېدل، چې ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرې شوې وې.

د دغه ویډیوګانو له خپرېدو وروسته په انسټاګرام کې یوې پاکستانۍ هنرمندې مریم نفیس هم خپل غبرګون ښکاره کړ. هغې ولیکل، چې په پارلمان کې کوم کتابونه ویشتل کېږي، په هغې د پاکستان نوم لیکل شوی و.

مریم نفیس پوسټ

مریم نفیس زیاته کړه، چې ډېر په بخښنې سره، خو موږ (پاکستانیان) یو جاهل او بد اخلاقه قوم يو. دا خلک (د پارلمان غړي) له ځناورو نه هم بد دي، زما خو سر له شرمه ټیټ شو.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان د پارلمان د دغه ویډیوګانې له خپرېدو وروسته د پاکستان مشهور پخواني کرکټر شاهد خان اپریدي هم په دې غبرګون ښکاره کړی و او ویلي یې و، چې سر یې له شرمه ټیټ شوی دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …