کورپاڼه / روغتيا / د هېرېدو له ناروغۍ پرېشانه یئ؟ دا عادت خپل کړئ
هېرېدل

د هېرېدو له ناروغۍ پرېشانه یئ؟ دا عادت خپل کړئ

د عمر په زیاتېدو سره د انسان د هېرېدو ناروغي هم ډېرېږي، ډېر خلک بیا داسې هم دي چې له پاخه عمر هم ډېر ژر له دې ناروغۍ سره اخته کېږي، که تاسې هم چېرته له داسې مشکل سره مخ یئ، نو دا عادت خپل کړئ.

روغتیاپالان وايي، که چېرته غواړئ چې په پاخه عمر کې مو هم مازغه ځوان وساتئ، نو وچه مېوه ډېره وخورئ، لکه ممپلي، غوزان، بادام، پسته، چلغوزې او کاجو خوړل خپل عادت وګرځوئ.

په یوه څېړنه کې معلومه شوې ده، چې هره ورځ وچه مېوه خوړل تر اوږد عمر پورې ګټه کوي. وچه مېوه نه یوازې دا چې په پوخ عمر کې ستاسې یادداشت ښه کوي، بلکې تر ډېره عمره یې خوړل ستاسې د فکر وړتیا او د مازغه ښه کار په برخه کې هم درته ګټه رسوي.

روغتیاپالات نوايي چې وچه مېوه انټي اکسایډز، میګنیشیم او نور ډېر داسې څه لري چې هغه د بدن لپاره ډېر ګټور وي او په پوخ عمر کې مو د الزایمر (هېرېدو) ناروغۍ کچه ۶۰ سلنه راټیټوي.

له دې مخکې په یوه بله څېړنه کې هم موندل شوي و، چې وچه مېوه د زړه د ناروغیو په برخه کې ۳۰ سلنه، د سرطان ناروغۍ په برخه کې ۱۵ سلنه او له وخت مخکې د مړینې کچه کې ۲۱ سلنه کمی راولي.

روغتیاپالان وايي، چې هره ورځ دوه کاشوغې وچه مېوه خوړل د انسان مازغو او بدن ته ډېرې روغتیايي ګټې رسوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …