کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ تر ټولو لومړنی (اې ټي اېم) ماشین کله او چېرته لګېدلی و؟
اې ټي اېم ماشین

د نړۍ تر ټولو لومړنی (اې ټي اېم) ماشین کله او چېرته لګېدلی و؟

د نړۍ لومړنی اې ټي اېم چېرته لګېدلی و، دا ماشین د کوم بانک له خوا او د چا د فکر نوښت و، چې اوس داسې په اسانۍ سره ترې تاسې پېسې را ایستلای شئ، په دې اړه په زړه پورې معلومات په دې لیکنه کې ولولئ.

که څه هم ډیجیټل او انټرنېټ بانکینګ ورځ تر بلې زیاتېږي، خو بیا هم نغدو پېسو ته اړتیا شته، چې د بېلا بېلو شیانو د اخیستلو لپاره یې خلک کاروي. په ۱۹۶۷ کال کې د جون په ۲۷مه نېټه په لومړي ځل خلکو د اې ټي اېم ماشین ولیده، چې اوس د نړۍ په هر هېواد کې ترې خلک ګټه اخلي.

۵۴ کاله مخکې، په ۱۹۶۷ کال کې د جون په ۲۷مه نېټه په لومړي ځل د اې ټي اېم (اټومیټیډ ټیلر مشین) د لندن په اینفیلډ سیمه کې د بارکلیز په یوه څانګه کې لګول شوی و.

هغه مهال د دې ماشین په لګېدلو خلک ډېر حېرانه و، چې په لومړي ځل ترې د برېتانیې اداکار ریګ ور پېسې راویستلې وې او اوس په ټوله نړۍ کې هره ورځ په میلیونونو خلک دا ماشین کاروي.

د اې ټي اېم ماشین

د اې ټي ايم ماشین د جان شیفرډ بیرا په نوم د یو کس نوښت و، دغه کس چې په ۲۰۱۰ کال کې د مۍ په ۱۵مه نېټه د ۸۴ کلونو په عمر کې مړ شو، په ۱۹۲۵ کال کې د جون په ۲۳مه نېټه زېږېدلی و.

ویل کېږي، چې هغه ته یو وخت د پېسو ضرورت و، خو کله چې هغه بانک ته لاړ، نو ۱ دقیقه پرې ناوخته شوی و او وې نه شول کولای چې پېسې واخلي، له هغه وروسته نوموړي فکر وکړ، چې باید یو داسې ماشین وي، چې ۲۴ ساعته ترې خلک وکولای شئ ډېر په اسانۍ پېسې ترلاسه کړي او د هغه د همدغه فکر نه وروسته د اې ټي اېم ماشین جوړ شو.

اې ټي اېم ماشین ته د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې بېلا بېل نومونه هم اخیستل کېږي. په برېتانیه او نیوزیلېنډ کې ورته (کېش پواینټ) یا (کېش ماین) او په اسټرالیا او کاناډا کې ورته بیا (مني ماشین) وايي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …