کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د اسراییل ورځپاڼه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ځانګړي سلاکار اسراییل ته سفر کړی او د موساد له مشر سره یې لیدلي
عمران خان

د اسراییل ورځپاڼه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ځانګړي سلاکار اسراییل ته سفر کړی او د موساد له مشر سره یې لیدلي

یوې اسراییلۍ ورځپاڼې په خپل یو راپور کې لیکلي دي، چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پخواني ځانګړي سلاکار زلفي بخاري اسراییل ته تېر کال سفر کړی و او هلته یې د اسراییل د استخباراتي ادارې موساد له مشر سره لیدلي و.

د اسراییل دغه ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي دي، چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې زلفي بخاري اسراییل ته ورغلی و او هلته یې د موساد استخباراتي ادارې له مشر سره هم ځانګړې لیدنه کړې وه.

زلفي بخاري

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د اسراییل خبریال ایوي شیرف د یو اسراییلي ورځپاڼې د حوالې په اړه لیکلي دي، چې د اسراییل استخباراتو ورته د خبر چاپولو اجازه ورکړې ده، چې زلفي بخاري تېر کال د نومبر په میاشت کې اسراییلو ته ورغلی و او هلته یې د موساد له مشر کوهن سره لیدلي و. دغه خبریال دا هم ویلي دي، چې دا خبر یې د اسلام اباد له سرچینو ترلاسه کړی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان له اسراییل سره د ډیپلوماټیکو اړیکو څخه تل انکار کړی دی، خو د اسراییل ځینو رسنیو بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پټو اړیکو په اړه بیا بیا خبرونه ورکړي دي.

پاکستان د جنرال ضیا الحق له وخته له اسراییل سره پټې اړیکې لري، چې د اسراییلي لیکوالانو په کتابونو کې یې هم یادونه شوې ده او اوس هم پاکستان له اسراییل سره پټې اړیکې لري.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …