کورپاڼه / بېلا بېل / برېتانیه کې ۱۱ کلنې نجلۍ اولاد وزېږاوه او د برېتانیې د کم عمره مور ریکارډ یې جوړ کړ
۱۱ کلنه مور

برېتانیه کې ۱۱ کلنې نجلۍ اولاد وزېږاوه او د برېتانیې د کم عمره مور ریکارډ یې جوړ کړ

به برېتانیه کې یوې ۱۱ کلنې نجلۍ اولاد زېږولی دی، چې په دې سره یې په دغه هېواد کې د کم عمره مور جوړېدو وریکارډ هم جوړ کړی دی.

د میل انلاین د راپور په وېنا، دا نجلۍ په ۱۰ کلنۍ کې حامله شوې وه، او تېره ورځ یې ۳۰ اونۍ وروسته اولاد وزېږاوه. مور او ماشوم دواړه روغ دي او په روغتون کې یې ډېر پام ساتل کېږي.

د دغه نجلۍ کورنۍ وايي، چې هغوی ته د دې نجلۍ د حمل په اړه معلومات نه و او په وروستیو ورځو کې د هغې د حامله کېدو څخه خبر شو، چې ډېر حېرانه شو.

د دغه نجلۍ درملنه کوونکی ډاکټر کیرل کوپر وايي، چې هغه په خپل ټول عمر کې داسې کم عمره نجلۍ نه ده لیدلې چې اولاد یې زېږولی وي.

په برېتانیه کې د نجونو د بلوغت اوسط عمر ۱۱ کاله دی، خو د نجونو د بلوغت عمر بیا له ۸ څخه تر ۱۴ کالو په منځ کې دی. د یادولو ده چې په برېتانیه کې له دې مخکې د ټریسا میډلټن په نوم نجلۍ تر ټولو کم عمره مور وه، هغې په ۲۰۰۶ کال کې د ۱۲ کلونو په عمر اولاد زېږولی و.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …