کورپاڼه / اسلام / معين علي: د لوبې پر مهال چې د لمانځه وخت شي، لوبڅار ته وايم چې زه به لمانځه ته لاړ شم
معين علي

معين علي: د لوبې پر مهال چې د لمانځه وخت شي، لوبڅار ته وايم چې زه به لمانځه ته لاړ شم

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى معين علي وايي، چې له عبادت څخه مې هېڅ طاقت هم نه شي راايسارولى، کله چې د لوبې پر مهال د لمانځه وخت شي، نو لوبڅار ته وايم چې زه به لمونځ وکړم.

د راپورونو په وېنا، ٣٣ کلن معين علي له يوې راډيو سره مرکه کوله او په خپله مرکه کې يې وويل، چې زه ټولو ته دا پېغام ورکوم، چې په خپله خپله برخه کې له ځانه يو عمل کوونکى او ښه مسلمان جوړ کړئ او په دې کار بېخي مه شرمېږئ.

هغه وويل، کله کله چې زه ډګرساتنه کوم او د لمانځه وخت شي او زه فکر وکړم چې د پاڼۍ تر ختمېدو مخکې به د لمانځه وخت ختم شي، نو لوبڅار ته ووايم، چې زه لمونځ کوم، نو هغه راته وويل چې د دوه يا درې اورونو لپاره له لوبغالي وتلى شې.

معين علي په خپلو خبرو کې وويل، زه له خپلې تجربې وايم، که موږ په رښتيا هم عبادت کوو نو د نړۍ هېڅ طاقت ترې موږ نه شي را ايسارولى.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم په يوه مرکه کې معين علي ويلي و، چې زما په ژوند کې اسلام تر هر څه ډېر اهميت لري او د دې لپاره زه د خپل کرکټ کيرير هم پرېښودى شم.

٣٣ کلن معين علي په ډېر ښه ډول د اسلام په اړه وغږېده او دا يې هم وويل، چې څه ډول اسلام له هغه څخه يو غوره انسان جوړ کړى دى.

دا هم ولولئ

پیټ کمېنس: پاکستان کې به د ټیسټ لړۍ ستونزمنه وي

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډلمشر پیټ کمېنس ویلي دي چې په پاکستان …