کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د قېس احمد لوبډلې د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر ماتې وخوړه
قېس احمد

د قېس احمد لوبډلې د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر ماتې وخوړه

پرون په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې قېس احمد کومه ویکټ ترلاسه نه کړه، خو تر نورو توپ اچونکو یې ښه توپ اچونه ترسره کړه ځکه د نورو په پرتله یې کمې منډې ورکړې، خو لوبډلې یې بیا د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر په لوبه کې ماتې وخوړه.

دغه لوبه چې د کینټ او سمرسیټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پیل کې سمرسیټ د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د کینټ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کینټ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې زاک کرالي ۳۹، جو ډینلي ۳۶ او ډینیل بیل ډرومونډ ۲۸ منډې وکړې. قېس احمد هم توپوهنې ته راوتلی و چې په صفر وسوځېده. د سمرسیټ له خوا لیویس ګریګوري زبردسته توپ اچونه ترسره کړه چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول او کریګ اویرټون هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۶۹ منډو هدف د سمرسیټ لوبډلې پرته د کوم لوبغاړي سوځېدو په ۱۵.۴ اورونو کې پوره کړ او د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا ټام بانټون زبردسته توپوهنه ترسره کړه او ۱۰۷ ناسوځېدلې منډې یې وکړې، همدا راز دیون کانوی بیا ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کینټ له خوا کوم توپ اچونکي ویکټ ترلاسه نه کړه، خو قېس تر ټولو کمې منډې ورکړې، هغه په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …