کورپاڼه / خبرونه / کامران اکمل: هند چې د ای سي سي ایونټ ونه ګاټه، دا د کوهلي غلطي نه ده
ویراټ کوهلي او کامران اکمل

کامران اکمل: هند چې د ای سي سي ایونټ ونه ګاټه، دا د کوهلي غلطي نه ده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ویکټ ساتونکي کامران اکمل له هغه وروسته د ویراټ کوهلي ملاتړ کړی دی، چې هند د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه کې له نیوزیلېنډ څخه ماتې وخوړله.

په پایلوبه کې هند ډېرې منډې ونه شوې کولای او لوبه یې له لاسه ورکړه چې له هغه وروسته د ویراټ کوهلي په کپتانۍ نیوکې پیل شوې دي، خو کامران اکمل بیا د کوهلي د کپتانۍ په وړتیا باور لري او ملاتړ یې کوي.

هغه وویل، چې نوموړی لوبه ګټونکی لوبغاړی دی او دا د هغه غلطي نه ده چې د ای سي سي په درې جامونو کې د هغه په کپتانۍ کې هند کومه اتلولي خپله نه کړه. هغه وايي: ((ویراټ کوهلي یو ستر لوبغاړی او زبردست کپتان دی.))

نوموړی وايي، چې د هند کپتاني چې له سارو ګنګولي څخه راهول ډریویډ او بیا اېم اېس دهوني ته راغله، اوس د ویراټ کوهلي په لاس کې ده او ډېر خلک دا نیوکې کوي، چې هغه د ای سي سي کومه ټرافي نه ده ګټلې، خو دا هم ومنئ چې ویراټ کوهلي د هند لپاره هر څه ګټلي دي، هند د هغه په کپتانۍ کې ډېرې لوبلړۍ ګټلي دي.

کامران اکمل وايي، چې د هند لوبډلې منیجمنټ ته پکار دي چې هغوی په دې اړه باندې فکر وکړي، چې ولې ناک اوټ په داسې مهمو لوبو کې دوی له ماتې سره مخ کېږي، کله چې دوی دغه ستونزه پېدا کړي، نو بیا به په داسې مهمو لوبو کې بریا خپله کړي.

دا هم ولولئ

کریم جنت په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کریم جنت یوازې یو اور ترسره کړ، یوه ویکټ …