کورپاڼه / بېلا بېل / د ۳ ډالرو نانځکه د زرګونو ډالرو ګرانبیه نانځکه راووته، چې ښځه یې حېرانه کړه
نانځکه

د ۳ ډالرو نانځکه د زرګونو ډالرو ګرانبیه نانځکه راووته، چې ښځه یې حېرانه کړه

هغه برېتانوۍ ښځه چې پنځوس کاله مخکې یې یوه نانځکه اخیستې وه، دا نایابه باربي ډول نانځکه ډېره ګرانبیه راووتله، چې هغه یې په خپله هم د بیې څخه له خبرېدو وروسته ډېره حېرانه شوه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، دغه ښځې په هغه پروګرام کې برخه اخیستې وه چې د نایابو یا لرغونو شیانو په اړه وي، دغلته یادې ښځې ته د خپلې نانځکې د بیې په اړه هم معلومات وشو.

د لرغونو شیانو لرغونپوه جوډیت میلر د دغه نانځکې مالکې ته وویل، چې له هغې سره چې کومه نانځکه ده دا په ۱۹۵۹ کال کې د نیویارک د نانځکو جوړونکي یو شرکت بازار ته وړاندې کړې وه، چې هغه وخت یې بیه یوازې ۳ ډالر وه.

میلر زیاته کړه، چې دا نانځکه چې پنځه لسیزې پرې تېرې شوې دي، اوس هم په ډېر ښه حالت کې ده او نن د دې بیه له ۲۱۰۰ ډالرو څخه تر ۱۶۶۵ امریکايي ډالرو پورې دی.

دغه ښځه چې کله د خپلې دغه پخوانۍ نانځکې له دومره زیاتې بیې څخه خبره شوه، نو هېڅ یقین یې رانغی، چې هغه دومره ګرانبیه نانځکه هم له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …