کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکاره مریم نفیس: اداکارانې فاحشې نه دي
مریم نفیس

پاکستانۍ اداکاره مریم نفیس: اداکارانې فاحشې نه دي

د پاکستان مشهورې هنرمندې مریم نفیس ته یو کس په ټولنیزو رسنیو کې داسې وړاندیز کړی دی، چې هغه یې ډېره غصه کړې ده او د یاد کس په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې يو پوسټ هم کړی دی.

۲۷ کلنې مریم نفیس په (کم ظرف، یاریا، مکافات، دیار دل، عشق بی نام، حیا کی دامن مین او کچ نه کهو) په څېر مشهورو پاکستاني سریالونو کې کار کړی دی، چې ډېر شهرت یې ترلاسه کړی دی.

هغې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د فهد خان په نوم د یو کس له خوا د ورلېږل شوي ميسج سکرین شاټ خپور کړی دی، چې یاد کس مریم نفیس ته د ۳۰۰ زره پاکستاني روپیو وړاندیز کړی دی او ورته یې ویلي دي، چې هغه دې د څو ساعتونو لپاره د هغه له یو ملګري سره وویني.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by مریم نفیس (@mariyam.nafees)


د یاد کس دغه میسج ته په ځواب کې مریم نفیس لیکلي دي، چې اداکارانې فاحشې نه دي. هغې لیکل دي، چې یو ځل بیا، هغه نه پوهېږي چې داسې خلکو ته څوک داسې لارښوونه کوي او هغوی ولې اداکارانې داسې ګڼي. هغه وايي چې اداکارانې د ښو او تعلیم یافته کورنیو څخه دي او دوی د هنر نړۍ ته یوازې د نوم ګټلو لپاره راغلي دي او دلته ډېره خواري کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by مریم نفیس (@mariyam.nafees)


مریم نفیس وايي چې موږ سره چې کومې اداکارانې دي هغوی ۱۲ ساعته کار کوي او ځینې له دې هم زیات کار کوي، خو ځینې ذهني ناروغه خلک بیا داسې غلط میسجونه ورته کوي. هغه وايي چې زه او زما ملګرې د پېسو په بدل کې له چا سره نه ویني، موږ اداکارانې یو، فاحشې نه یو.

د یادولو وړ ده چې څه وخت مخکې هم مریم نفیس د وټساپ سکرین شاټ خپور کړی و، چې په هغه کې هم ورته یو کس د لیدنې په بدل کې د پېسو ورکولو وړاندیز کړی و.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by مریم نفیس (@mariyam.nafees)

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …