کورپاڼه / خپلواک / پريانکا چوپړا د ١.٤ ميليارده روپيو کور اخيستى
نک جونز او پريانکا چوپړه

پريانکا چوپړا د ١.٤ ميليارده روپيو کور اخيستى

خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستورې پريانکا چوپړا او د هغې خاوند نک جونز په امريکا کې په ١.٤ ميليارده روپيو کور اخيستى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، ويل کېږي چې پريانکا چوپړا او نک جونز ٢٠ زره مربع فوټه ځاى اخيستى دى چې د هغې لپاره يې ١.٤ ميليارده روپۍ ورکړي دي.

ويل کېږي چې د دوى په نوي کور کې ٧ د ويده کېدو خونې، ١١ تشنابونه او لوى دالېز لري. پريانکا چوپړا او نيک جونز د ٢٠١٨ کال په دسمبر مياشت کې واده کړى و.

څه وخت مخکې پريانکا چوپړا ويلي و، چې هغه غواړي يو نوى کور واخلي. نوموړې په دې اړه په خپلو خبرو کې ويلي و، چې په راتلونکو هيلو کې يې دا ده، چې يو نوى او لوى کور واخلي او همدا راز مور جوړه شي، يعنې ماشوم وزېږوي.

پريانکا چوپړا ويلي و، چې زما لپاره کور هغه دى، چرته چې خوشحالۍ وي او زما شاوخوا خلک خوشحاله وي. نوموړې تازه د فرحان اختر سره په (دي سکاى از پنک) فلم کې کار کړى دى. همدا راز هغه به په انګليسي فلم (وي کين بي هيروز) کې هم راڅرګنده شي.

پريانکا چوپړا يو له هغه هندي فلمي ستورو څخه ده، چې نه يوازې په هندي سينما کې يې ځانګړى نوم پېدا کړى دى، بلکې د هالي ووډ په فلمونو کې يې هم کار کړى دى او هلته هم ډېر مينه وال لري. د هغې خاوند نک جونز هم امريکايي سندرغاړى دى، چې دواړو د ٢٠١٨ کال په دسمبر کې واده کړى و.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …