کورپاڼه / اسلام / دوبۍ کې مېشت ۲ زره نامسلمانانو اسلام قبول کړی او مسلمانان شوي دي
دوبۍ مسلمانان

دوبۍ کې مېشت ۲ زره نامسلمانانو اسلام قبول کړی او مسلمانان شوي دي

په روان کال کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې مېشتو له ۲ زرو څخه زیاتو د نورو دینونو خلکو اسلام قبول کړی دی او مسلمانان شوي دي.

د عربي وېبپاڼې خلیج ټایمز د راپور په وېنا، په دوبۍ کې مېشت د بېلا بېلو دینونو او قومیتونو ۲۰۲۷ کسانو په روان کال کې اسلام قبول کړی دی.

دا خبر د محمد بن راشد سینټر اف اسلامیک کلچر له خوا خپور شوی دی، دوی وايي چې په روان کال کې د جنورۍ میاشتې څخه بیا د جون میاشتې پورې په دوبۍ کې دومره نامسلمانان مسلمانان شوي دي.

دغه اداره په خېریه ډول کارونه ترسره کوي او هغه کسان چې تازه مسلمانان شوي، هغوی ته اسلامي زده کړې ورکوي، همدا راز ټولنیز او تعلیمي معلومات هم دوی ته ورکوي.

د دغه ادارې مشر وايي، چې دوی ټولنې او نړۍ ته د اسلام مثبته څېره وړاندې کړې ده او د دوی د عامه پوهاوي له امله ډېری نامسلمانان په اسلام کې دلچسبي اخلي او مسلمانېږي. دوی وايي، موږ به خپلو کارونو ته همداسې دوام ورکوو او هڅه به کوو چې ډېر خلک د اسلام لارې ته دعوت کړو.

دا هم ولولئ

د ورښت، واورې او سېلاب اټکل

په ۱۸ ولایتونو کې د ورښت، واورې او سېلابونو اټکل شوی

د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی دی، چې د هېواد …