کورپاڼه / روغتيا / هغه عادتونه چې له وخته وړاندې مو زړوي

هغه عادتونه چې له وخته وړاندې مو زړوي

د وخت په تېرېدو د عمر تېرېدل طبیعي او اړین دي، خو که چېرته یو څو روغتیایي عادتونه خپل کړو، نو مخکې له وخته مو د زړښت له اغېزو خوندي ساتلی شي. که چېرته د زړښت له نښو، نښانو سره مخ او اندیښمن یئ او غواړئ چې خپل ژوند کې بدلون راولئ نو دا چاره ممکن ده.

زموږ په ژوند کې ځینې داسې عادتونه هم چې مخکې له وخته مو زړوي، خو موږ یې بیاهم په ارادي یا نا ارادي ډول سره خپلوو او په یې چندان غوږ نه ګروو. لاندې مو په یو څو هغه عادتونو رڼا اچولې چې د زړښت اغېزې ژر څرګندوي او له هغې څخه لېرې والی او سم ژوند کول ممکن دي.

ډېر وخت سکرین ته تېرول:

لکه څنګه چې نوې ټیکنالوژي یا توکي د ژوند برخه ګرځېدلې خو له موبایل، کمپیوټر یا سکرین څخه خارجېدونکې وړانګې د عمر د ډېرېدو د اغېزو سرعت ډېروي او په همدې سبب په ورزش او بدني فعالیتونو کې کمښت رامنځته شوی، نو هڅه وکړئ چې سکریم ته د وخت تېرولو عادت کم کړئ.

پر خپل نه وېده کېدل:

که چېرته پر خپل وخت وېده نه شو نو عمر د ډېرېدو اغېزې هم ورسره ډېرېږي او روغتیایي کارپوهان وایي چې دغه عادت مو د ژوند څو کلونه راڅخه اخیستلی شي. د شپې لخوا په ځنډ وېده کېدل او بشپړ خوب نه کول نه یوازې د زړښت سبب کېږي، بلکې د زړه په ګډون د خطرناکو ناروغیو لامل هم کېږي.

سګریټ څکول:

موږ ټول په دې پوهېږو چې سګریټ څکول د روغتیا لپاره زیانمن وي او هغه څوک چې سګریټ څکوي عمر یې ډېر ښکاري. روغتیایي کارپوهان وایي چې سګریټ څکونه د نوو حجرو د جوړولو عمل دروي او په دې ډول د زر زړښت سبب کېږي.

غیر صحت خواړه:

ټول ورځ پرته له دې کار وکړو یا ورزش وکړو او کرار کېنو نو دا د ژر زړښت سبب کېږي او ترڅنګ که چېرته ښه او صحت خواړه ونه خورو نو پر پوستکي مو اغېز پرېوځي. نو هڅه وکړئ چې په خوراکي توکو کې مېوې، جوس او نور توکي شامل کړئ.

پوستکي ته نه پاملرنه:

ممکن تاسې د ژوند چارې په سم ډول سرته رسوئ خو بیاهم د عمر له اغېزو لاندې به وئ، ددې لپاره هڅه وکړئ چې خپل پوستکی پاک او نمجن وساتئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …