کورپاڼه / خبرونه / د رحمان الله ګربز پلار سخت ناروغ دی، له مینه والو یې د دعا غوښتنه کړې
رحمان الله ګربز (3)

د رحمان الله ګربز پلار سخت ناروغ دی، له مینه والو یې د دعا غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز چې څو ورځې وړاندې له ابوظهبي نه بېرته هېواد ته راستون شوی دی، وايي چې پلار یې سخت ناروغ دی.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې د خپل پلار یو عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې د هغه پلار سخت ناروغ دی او له مینه والو یې د دعا غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپل پوسټ کې لیکلي: ((ګرانو هېوادوالو! پلار جان مې له سختې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی. له تاسو ټولو څخه احترامانه هیله کوم چې پلار جان مې دعاګانو کې یاد وساتئ.))

رحمان الله ګربز پرون د خپل پلار دا عکس خپور کړی او پوسټ یې کړی دی، چې تراوسه پورې له څلورو زره څخه زیاتو کسانو ورته په تبصرو کې د هغه د پلار لپاره د روغتیا غوښتنه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې رحمان الله ګربز په دې وروستیو کې د پاکستان سوپر لیګ کې د اتلې لوبډلې ملتان سلطانز لپاره ولوبېده، خو یوازې یوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …