کورپاڼه / اسلام / د خیبر له فتحې وروسته مسلمانانو له یهودو سره څه ډول چلند وکړ؟

د خیبر له فتحې وروسته مسلمانانو له یهودو سره څه ډول چلند وکړ؟

کله چې د خیبر قلعه فتحه شوه نو د یهودانو په عبادت ځایونو کې د تورات نسخې پرتې وې، مسلمانانو په ډېر ادب سره هغه نسخې راټولې کړې او یهودانو ته یې ولېږلې او کله چې له خبیر څخه ستنېدل نو حضرت بلال رضي الله عنه ته دنده وسپارل شوه، چې د سهار لمونځ ته به دوی راپاڅوي، خو هغه وېده پاتې شوی و.

کله چې لمر راوخوت نو ټول کاروان راپاڅید، رسول الله، بلال رضي الله عنه ته وفرمایل: بلاله تا دا څه وکړل؟ حضرت بلال ورته وویل: یا رسول الله کوم ذات چې پر تاسو خوب راوستی و هماغه ذات زه هم وېده کړی وم.

رسول الله موسکی شو او حکم یې وکړ چې ته آذان وکړه، بلال رضي الله عنه اذان وکړ، رسول الله لمونځ وکړ او بیا یې وفرمایل: کله چې لمونځ درڅخه هېر شو نو بیا چې کوم وخت در یاد شو، هماغه وخت یې وکړئ.

یو ځل حضرت حذیفه بن یمان رضي الله عنه سفر کاوه چې په لار کې له هغه کفارو سره مخ شو چې د بدر جنګ لپاره له مکې راوتلي ول، کفارو حذیفه رضي الله ونېوه او پوښتنه یې ترې وکړه چې کوم ځای ته روان یې، حذیفه ورته وفرمایل چې مدینې ته ځم.

کفارو هغه ته وویل که چېرته وعده وکړې چې په جنګ کې به برخه نه اخلې نو موږ دې پرېږدو، حذیفه رضي الله عنه وعده وکړه او د نېغ د مسلمانانو لښکر ته لاړ. هغه وخت مسلمانانو لښکرو ته هم اړتیا لره، آسونو او تورو ته هم، خو کله چې حذیفه ته وعده ور یاده شوه نو و یې ویل، زه له کفارو سره کړې وعده پوره کوم او یوازې له الله تعالی څخه مرسته غواړم؟

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …