کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان کرکټ بورډ د هغه ښځینه لوبغاړو لیسټ خپور کړ، چې کلنی قرارداد یې ورسره کړی
جویریه خان او بسمه معروف

د پاکستان کرکټ بورډ د هغه ښځینه لوبغاړو لیسټ خپور کړ، چې کلنی قرارداد یې ورسره کړی

د پاکستان کرکټ بورډ د ښځینه لوبډلې لوبغاړو سره د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لباره د ترسره کړي قرارداد معلومات شریک کړل، چې یوازې دوه لوبغاړو ته پکې ګرېډ اې کې قرارداد ورکړل شوی دی.

بسمه معروف چې اوسمهال له پاکستان کرکټ بورډ څخه په رخصت تللې ده او همدا راز جوېریه خان بیا د پاکستان کرکټ ښځینه لوبډلې لوبډلمشره ده، دواړو ته په ګرېډ اې کې قرارداد ورکړل شوی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ ښځینه لوبغاړو ته په څلور کټګوريو کې قراردادونه ورکړي دي، چې لومړۍ درې کټګورۍ اې بي او سي او همدا راز څلورمه یې بیا ایمرجینګ لوبغاړې دي.

په اې کټګورۍ کې بسمه معروف او جویریه خان، په بي کټګورۍ کې عالیه ریاض، ډیانا بیګ او ندا ډار او په سي کټګورۍ کې بیا انعم امین، فاطمه ثنا، کاینات امتیاز، ناهده خان، نشرا سندهو، عمیمه سهیل او صدرا ناز شاملې دي.

همدا راز په ایمرجینګ لوبغاړو کې بیا عایشه نسیم، کاینات حفیظ، منیبه علي صدیقي، نجیه علوي، رامین شمیم، سبا نظیر، ثادیه اقبال او سیده اروبا شاه شاملې دي.

که څه هم د پاکستان کرکټ بورډ دا نه دي ویلي، چې ښځینه لوبغاړو ته څومره معاش ورکوي، خو دا یې ویلي دي، چې معاشونه یې لس سلنه زیات کړي دي. د نارینه لوبغاړو د معاشونه لیسټ بیا پاکستان خپور کړی و.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ښځینه لوبډلې د جوړېدو په اړه هم تېر کال کرکټ بورډ ډېر څه ویلي و، خو اوس د یو کال په تېرېدو سره ښځینه لوبډله بېخي ورکه شوې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …