کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې په نړۍ کې د ښځو له شتون څخه ناخبره و

هغه شخص چې په نړۍ کې د ښځو له شتون څخه ناخبره و

ټارزن یو افسانوي کردار دی او په اړه یې تقریباً ډېر خلک پوهېږي، خو نن ورځ مو له یو داسې شخص سره مخ کوو، چې د ټیکنالوژۍ په دور کې د ټارزن په څېر ژوند کوي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص نهه څلویښت کاله عمر لري، نوم یې هووین لانګ دی او د ویتنام په یو کوچني کلي کې اوسېږي. د هووین لانګ کورنۍ په ۱۹۷۲ کال د ویتنام د جنګ پرمهال د خوندیتوب لپاره یو ځنګل ته لاړل.

هغع وخت هووین لانګ د یو څلویښت کلنۍ په عمر و، کله چې خلک ځنګل ته لاړل او هغه یې وموند او بېرته یې کلي ته راوست، خو نوموړی په دې نه پوهېده چې په نړۍ کې ښځې هم ژوند کوي.

په ۱۹۷۲ کال د بمبار په پایله کې د هووین لانګ مور خپل ژوند له لاسه ورکړی و او له هغې وروسته یې پلار هووین او د هغه ورور تري لانګ له ځان سره کړ او ځنګل ته لاړل. د دوی پلار اوس ډېر زوړ شوی او دوی هم له څلویښت کلنۍ اوښتي.

کله چې دوی په ځنګل کې وموندل شول نو فکر یې کاوه چې اوس هم جنګ دوام لري او له همدې وېرې یې د بېرته تګ هڅه نه کوله. دوی په ځنګل کې موږکان، بېزو، ماران او نور شیان خوړل او له بوټو یې هم د خوراکي توکو په توګه ګټه اخیسته. د ونو پوستکي او نورو شیانو څخه یې لباس جوړاوه.

دغه درې کسیزه کورنۍ په ۲۰۱۵ کال د ایلویرو سیریزو په نوم یو شخص وموندله او کلي ته یې راوستل. ایلویروسیریزو وایي کله چې هووین لانګ بېرته راغی نو د ښځو په لېدو به حیرانېده، خو اوس نارینه او ښځې پېژنې او د نوي ژوند طرز، طریقې یې منلي دي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …