کورپاڼه / خپلواک / په لومړي ځل د تايلېنډ پېغله د (نړيوالې ښکلا ملکه) غوره شوه
سريتون برنټ ١

په لومړي ځل د تايلېنډ پېغله د (نړيوالې ښکلا ملکه) غوره شوه

خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): په نړيواله کچه د ښکلا د څلور لويو مسابقو کې په يوه کې په لومړي ځل د تايلېنډ پېغلې د (مس انټرنېشنل) يا د نړيوالې ښکلا مقام ترلاسه کړ.

د (مس انټرنېشنل) مسابقه د ښکلا په اړه د نړۍ د څلورو لويو مسابقو څخه يوه ده. دا مسابقه د (مس ورلډ)، (مس يونيورس) او (مس ارت) نه وروسته په نړۍ کې د ښکلا ستره مسابقه ده، چې له ٨٠ زياتو هېوادونو پېغلې پکې ګډون کوي.

سږ کال هم د (مس انټرنېشنل) مسابقه لکه د نورو کلونو په څېر د جاپان په پلازمېنه ټوکيو کې ترسره شوه، چې پکې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ٨١ ښايسته نجونو ګډون وکړ. داسې انګېرنه وه چې د هر کال په څېر سږ کال به هم د وينزويلا، مېکسيکو، برازيل، کيوبا، کولمبيا، امريکا يا هم بيا د جنوبي افريقې او يا فيلپاين پېغلو کې يوه دغه مقام ترلاسه کړي.

خو په لومړي ځل د تايلېنډ پېغلې په خپله ښکلا او ناز و نخرو د نورو هېوادونو پېغلې تر شا پرېښودې او دغه ستره مسابقه يې وګټله.سرينوت برنټ ٢

د مس انټرنېشنل د وېبپاڼې په وينا، ٥٩مه مسابقه په لومړي ځل د تايلېنډ پېغلې وګټله. دغه مقام د تايلېنډ ٢٥ کلنې سريتورن بنټ ترلاسه کړ او تاريخ يې جوړ کړ.

د مس انټرنېشنل يا د نړيوالې ښکلا مسابقې پيل په ١٩٦٠ کال کې وشو او د تايلېنډ پېغلې پکې په لومړي ځل دغه مقام ترلاسه کړ. مخکې څو څو ځل د تايلېنډ پېغلې پايلوبې ته رسېدلې وې، خو هېڅ کله کومې پېغلې دغه مسابقه نه وه ګټلې.

د سريتورن بنټ له لوري د دغه مسابقې تر ګټلو وروسته په تايلېنډ کې ډېرې خوشحالۍ ولمانځل شوې او ځايي رسنيو د نوموړې په بريا ډېر ليکل کړي دي.د ميکسيکو او يوګنډا پېغلې

سريتورن بنټ په روان کال کې د تايلېنډ د ښکلا جايزه هم ګټلې وه، چې له هغې وروسته نوموړې مس انټرنېشنل مسابقې ته ولېږل شوه. په پايلوبه کې له نوموړې سره د ميکسيکو، يوګنډا، کولبيا او برېتانيې پېغلې په مسابقه کې وې چې هغې ټولو ته ماته ورکړه.

په پايلوبه کې د ميکسيکو پېغله اينډريا ټوسکانو دويمه، د يوګنډا پېغله ايولين نماتو دريمه، د کولمبيا پېغله ماريا اليګزينډرا څلورمه او د برېتانيه پېغله هيروټ لين پنځمه راغله.د ښکلا پېغلې

د يادولو ده چې په ٢٠١٨ کال کې دغه مسابقه د وينزويلا ٢٠ کلنې پېغلې حسينه مريم کلاريټ ګټلې وه، چې هغه د وينزويلا ٧مه پېغله وه، چې دا مسابقه يې وګټله.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …