کورپاڼه / خبرونه / د دایکندي د فوټبال لوبغاړی چې د (۱۰۰) افغانیو جایزه یې اخیستي وه، وایي چې خلک یې سل روپه ګې لوبغاړي بولي

د دایکندي د فوټبال لوبغاړی چې د (۱۰۰) افغانیو جایزه یې اخیستي وه، وایي چې خلک یې سل روپه ګې لوبغاړي بولي

د دایکندي د فوټبال د غوره لیګ د اتم پړاو تکړه لوبغاړی ظاهر اندیشمند، چې په یاد لیګ کې یې د ۱۰۰ افغانیو جایزه ترلاسه کړې وه، وایي چې د خلکو لخوا یې سپکاوی کېږي او (سل روپه ګي) لوبغاړي بولي.

نوموړی وایي چې په کلي او ټولنیزو رسنیو کې یې سپکاوی کېږي، چې په همدې سبب یې د فوټبال لوبه پرېښې وه، خو د نورو لوبغاړو په غوښتنه یې بیا لوبه پیل کړې، خو ادعا لري چې د ۱۰۰ افغانیو جایزه اخیستل یې سپکاوی او د حکومت له لورې لوبغاړو ته د نه پاملرنې په لور اشاره کوي.

ظاهر اندیشمند له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:((زه یو پېژندل شوی غوره لوبغاړی یم او کومه جایزه چې ماته راکړل شوې، د سپکاوي حیثیت لري او زه ددې جایزې په اخیستو د ملګرو او هیوادوالو له لورې سپک شوی یم.))

خو د دایکندي د فوټبال د فدراسیون سرپرست ګل احمد مظفري وایي چې د سیمه ییز او مرکزي حکومت د نه پاملرنې په سبب فوټبال ته بسټیز کارونه نه شي کولی او د ۱۰۰ افغانیو د جایزې د ورکړې موخه یې دا وه ترڅو حکومت د دایکندي د فوټبال ستونزو ته متوجې کړي.

بل لورې ته د ظاهر اندیشمند د ۱۰۰ افغانیو دغې جایزې د هیواد دننه او بهر ډېر مینوال پیدا کړي او ډېر شمېر خلک غواړي چې دغه جایزه ترلاسه یا وپلوري.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …