کورپاڼه / روغتيا / د آلوبخاره شربت وڅښئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د آلوبخاره شربت وڅښئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

آلوبخاره د ښه خوند ترڅنګ د حیرانوونکې ګټو لرونکې مېوه ده او په جوړښت کې یې ویټامین کی، اوسپنه، فایبر، پوتاشیم او بیټاکیروټین شامل دي. که چېرته د وینې له کمښت سره مخ یئ نو د آلوبخاره له جوسو ګټه پورته کړئ.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي که چېرته نیمه پیاله د آلوبخاره جوس وڅښل شي، نو بدن ته درې ملي ګرامه اوسپنه ورکوي او په دې ډول د وینې د کمښت ستونزې حل مومي.

د آلوبخاره شربت له وچې آلوبخاره، د ګلاب له اوبو او له بورې څخه تیارېږي، چې د قبض، ګرمۍ او خارښت لپاره ګټور وي او ترڅنګ یې د زېړي په ناروغۍ، تنده او سر درد کې هم اغېزمن تمامېږي.

که چېرته د آلوبخاره اوبه لږې غوندې ګرمې او وڅښل شي نو د ستوني سوخت او د کانګو لپاره ګټور تمامېږي. که چېرته د ګردو تکلیف و او میتازو په ځنډ سره کېدلې نو آلوبخاره ورته ګټوره تمامېږي.

همدغه راز هغه کسان چې د شکر په ناروغۍ اخته وي، تروشه آلوبخاره دې استعمال کړي نو حیرانوونکې ګټه به وکړي او ترڅنګ یې د سترګو دید هم زیاتوي او د ګردو او مثانې تیږي ماتوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …