کورپاڼه / خبرونه / ټیم سوتي د خپل شرټ (لباس) د لیلامولو اعلان وکړ

ټیم سوتي د خپل شرټ (لباس) د لیلامولو اعلان وکړ

د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکې ټیم سوتي د نړیوال ټیسټ چمپین شیپ د پایلوبې شرټ یا بنیان د لیلامولو اعلان وکړ.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ټیم سوتي د خپل شرټ د لیلامولو اعلان ځکه کړی، ترڅو د اته کلنې انجلۍ هولي بیټي په درملنه کې مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې د ټیم سوتي پر شرټ د نیوزیلینډ د لوبډلې د ټولو لوبغاړو لاسلیکونه شوي. راپورونه زیاتوي چې د اته کلنې انجلۍ هولي بیټې د درملنې لپاره د چندې ټولولو کمپاین پیل شوی.

اته کلنه انجلۍ هولي بیټي چې د ۲۰۱۸ کال د جولایۍ په میاشت کې یې د خطرناکې سرطاني ناروغۍ تشخیص وشو، اوس یې د درملنې په موخه هڅې روانې دي.

باید ووایم چې د نړیوالو ټیسټ چمپین شیپ لوبو پایلوبه چې د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه، نیوزیلینډ وګټله او ټیم سوتي په دواړو پاڼیو کې پنځه لوبغاړي سوځولي ول.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …