کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ په ناڅاپي ډول پخپل اپلیکیشن کې بدلون راوستی

وټساپ په ناڅاپي ډول پخپل اپلیکیشن کې بدلون راوستی

د نړۍ د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ په دې ورستیو کې ځینې ناڅاپي بدلونونه رامنځته کړي، چې په اړه یې ځینې کاروونکې له شکونو سره مخ دي.

د بیټا انفو ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي، هغه کاروونکې چې د اندراید (2.21.13.17) ویرژن استعمالوي، هغوی به انلاین یاهم وروستي حالت ونه ویني، یعنې په سکرین به ورته انلاین حالت نه لیکل کېږي.

راپور زیاتوي که چېرته تاسې له کوم سوداګریز اکونټ یا حساب څخه چیټ کوئ، نو دا وخت به تاسې د انلاین حالت پرځای به د سوداګرۍ اکونټ یا حساب لیکل شوی وي.

راپور وایي چې وټساپ دغه بدلون دوه ورځې رامنځته کړی، خو په اړه یې ځینې په دې باور دي چې ممکن د شرکت له لورې کومه تېروتنه وي، خو له څېړنو وروسته د وټساپ دغه بدلون منل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې وټساپ وخت ناوخت د خپلو کاروونکو د اسانتیا لپاره نوې فیچرې یا ځانګړتیاوې رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …