کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو د سپینېدو لامل ذهني فشار دی، خو ژغورنه ترې هم ممکنه ده

د ویښتانو د سپینېدو لامل ذهني فشار دی، خو ژغورنه ترې هم ممکنه ده

اوسمهال ساینس ثابته کړه چې د ذهني فشار په سبب د ویښتانو د سپینېدو عمل ډېر تېزېږي، خو ښه خبر دادی چې د ذهني فشار په کمولو سره د ویښتانو د ژر سپینېدو مخنیوی ممکن دی.

د کولمبیا د ویکي لوس پوهنتون ارواپوه د لومړي ځل لپاره داسې ثبوت وړاندې کړي، چې د ذهني فشار او ویښتانو د سپینوالي ترمنځ اړیکه بیانوي. خو ساینسپوهان بیا دې خبرې سخت حیران کړي چې د ذهني فشار په کمېدو سره د ویښتانو توروالی بېرته راستنېږي.

دغه څېړنه چې د جون په دوه ویشتمه نیټه خپره شوه، دا تصور ردوي چې د ذهني فشار په سبب سپین شوي ویښتان بېرته نه تورېږي. دغه څېړنه د کولمبیا پوهنتون ارواپوه مارټسن پیکارډ او د هغه ملګرو ترسره کړې او له مخې یې د سپینو ویښتانو د بېرته تورېدو ثبوت ترلاسه شوی.

څېړنه وایي چې زړښت کوم جامد عمل نه دی، بلکې درولی او بېرته یې ستنولی شو. لکه څنګه چې ویښتانو بېخ د پوستکي لاندې وي نو ذهني فشار هورمون پرې اغېزې کوي او په دې سره سپین ویښتان پیدا کېږي.

په دې اړه څېړونکو په ځینو کسانو سروې ترسره کړه او له پایلو یې معلومه کړه چې د ځینو کسانو ویښتان بېرته رنګ خپلوي، نو معلومه شوی چې دوی د ذهني فشار په ښکته کېدو یا کمېدو سره یې ویښتانو خپل رنګ بېرته غوره کړو.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …