کورپاڼه / جالب / د واده زلمی د ناوې د وړلو پر وخت پولیسو نېولی او بندي کړی یې دی

د واده زلمی د ناوې د وړلو پر وخت پولیسو نېولی او بندي کړی یې دی

د هند په مدیا پردیش ایالت کې پولیسو د واده زلمی د ورا پرمهال کله چې یې ناوې وړله نېولی دی. پولیس وایي چې د واده پر زلمي په ۲۰۱۶ کال قضیه ثبت شوې وه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د ستتا ولسوالۍ اوسیدونکې نیرح سنګ ګوړنام ورا د دیورا کلي ته رسېدلې وه او هلته یې د واده ټول دودونه هم ترسره کړي ول، چې په دې وخت کې پولیس راغلل او د واده زلمی یې بندي کړ.

راپور زیاتوي چې کله چې پولیسو په ناڅاپي توګه د واده زلمی بندي کړ، نو د واده په کور کې یو شور راپورته شوی او د زلمي کورنۍ او خسرګنۍ یې د خلاصون لپاره محکمې ته لاړ خو هلته ورته معلومه شوه چې هغه په ۲۰۱۶ کې له یوې قضیې تښتېدلی و.

د واده زلمي په ۲۰۱۶ کال یوه نوولس کلنه انجلۍ په دې چل چې واده ورسره کوي، د خپل نفس ښکار ګرځولې وه او په هغه یې د حامله کېدو او د حمل د سقط کولو قضیه ثبت کړې وه.

پولیس وایي چې دوی پنځه کاله خواري وکړه خو مجرم یې ونه نېوه، خو کله چې مدعي انجلۍ د هغه د واده معلومات وکړ، نو حوزې ته خبر ورکړ چې بیا دوی د ناوې د وړلو پر وخت ونېوه او بندي کړ.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …