کورپاڼه / خبرونه / نړیوال شل اوریز جام د اماراتو تر څنګ عمان کې هم ترسره کېږي
نړیوال شل اوریز جام

نړیوال شل اوریز جام د اماراتو تر څنګ عمان کې هم ترسره کېږي

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې د ای سي سي نړیوال شل اوریز جام سیالۍ به د متحده عربي اماراتو تر څنګ په عمان کې هم ترسره شي.

اي ایس پي این کریک انفو وايي، دا سیالۍ په دغه دواړو هېوادونو کې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه پیلېږي او پایلوبه به یې د نومبر په ۱۴مه نېټه ترسره شي، چې په بېلا بېلو ښارونو کې به لوبې وشي.

سږکال د نړیوال شل اوریز جام کې ۱۶ لوبډلې برخه لري، چې په دوه پړاوونو کې ترسره کېږي. په لومړي پړاو کې د ۸ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي چې ۴ غوره لوبډلې به سوپر ۱۲ ته لار پېدا کوي.

په سوپر ۱۲ پړاو کې بیا ۶-۶ لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي، چې افغانستان په ب ګروپ کې دی، چېرته چې به د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره مخ شي، همدا راز دوه نورې لوبډلې هم دې ګروپ ته راځي.

د سوپر ۱۲ په الف ګروپ کې بیا د اسټرالیا، نیوزیلېنډ، ویسټ انډیز، پاکستان او د لومړي پړاو سیالیو څخه دوه غوره لوبډلې  شاملې دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …