کورپاڼه / اسلام / سامری څوک و او جبرایل علیه السلام ولې روزنه ورکړې وه؟

سامری څوک و او جبرایل علیه السلام ولې روزنه ورکړې وه؟

سامری څوک و او ولې جبرایل علیه السلام روزلی و؟ د فرعون له هلاکت وروسته کله چې بني اسرایل د هغه له ولکې آزاد شول او ټول د ایمان خاوندان شول، نو الله تعالی حضرت موسی علیه السلام ته امر وکړ چې څلویښت شپې دې د طور په غره کې اعتکاف وکړي.

حضرت موسی علیه السلام د طور غره ته لاړ او بني اسرایل یې خپل ورور حضرت هارون علیه السلام ته پرېښوده او هغه تر څلویښتو ورځو پورې روژه و او د شپې به یې عبادت کاوه.

بل لوري ته سامري په دا وخت د اسرایلو د ګمراه کولو فرصت ترلاسه کړ. سامری د بني اسرایلو له ډلې یو داسې شخص و چې په طبیعي ډول ګمراه او ګمرا کوونکی شخص و. سامری یو حرامي و چې مور یې د رسوایۍ له وېرې له پېدا کېدو سره سم په یوه سموڅه کې پرېښود.

دا وخت حضرت جبرایل علیه السلام د الله تعالی په حکم هغه لوی کړ، نو ځکه خو یې جبریل علیه السلام پېژانده. د سامري بشپړ نوم موسی سامری و، خو موسی علیه السلام بیا د فرعون په کور کې روزل شوی و.

خو د الله تعالی حکمت او شان ته وګورئ د فرعون په لاس روزل شوی شخص پیغمبر او د جبرایل علیه السلام په لاس روزل شوی شخص کافر شوی.((السلام اِذَاالْمَرْءُ لَمْ یُخْلَقْ سَعِیْدًا مِّنَ الْاَزَل فَقَدْ خَابَ مَنْ رَبّٰی وَخَابَ الْمُؤَمِّل فَمُوْسَی الَّذِیْ رَبَّاہُ جِبْرِیْلُ کَافِرُ وَمُوْسَی الَّذِیْ رَبَّاہُ فِرْعَوْنُ مُرْسَل))

لکه څنګه چې سامری ازلي بدبخت و او د جبرایل علیه السلام روزنې ګټه ور ونه رسوله او کافر پاتې شو او موسی علیه السلام چې ازلي نیکمرغه و د فرغون غوندې کافر هم زیان ور ونه رسوو.(تفسیر الصاوی،ج۱،ص۶۳،پ۱،البقرۃ: ۵۱)

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …