کورپاڼه / جالب / آیا خاوند خو به مو درسره بې وفایي یا دوکه نه کوي؟ نښې، نښانې یې دلته ولولئ

آیا خاوند خو به مو درسره بې وفایي یا دوکه نه کوي؟ نښې، نښانې یې دلته ولولئ

آیا خاوند خو به درسره بې وفایي یا دوکه نه کوي؟ د اړیکو جوړولو مشهوره کارپوهه نکول مور ښځو ته درې داسې نښې، نښانې ښودلي چې په مرسته یې د خاوند په بې وفایۍ پوهېدلی شي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې نکول مور پر ټیک ټاک یوه ویډیو خپره کړې، چې له مخې یې وایي، که چېرته مو خاوند پر موبایل ستاسې تصویر ثبت کړي او بیا هغه تصویر بدل کړي نو باید احتیاط وکړئ، ځکه دا د بې وفایۍ پیل ګڼل کېږي.

نکول زیاتوي چې یو نارینه ځکه پر سکرین لګېدلی عکس بدلوي، ترڅو بله ښځه یې د میرمنې په اړه پوه نه شي. نوموړې وایي چې دا ډول کړنه له هغې سره هم شوې ده.

که خاوند مو د موبایل تصویر بدل کړ نو پوشتنه ترې وکړئ که پر څېره یې د اندیښنې او وېرې احساسات څرګند شول نو پوه شئ چې کیسه ګډه وډه ده. دغه راز د بې وفایۍ دویمه نښه د موبایل لېرې ساتل دي. یعنې که چېرته پرته له کومه سببه مو خاوند درڅخه موبایل لېرې ساتي نو پوه شئ چې بې وفایي درسره کوي.

د خاوندانو د بې وفایۍ دریمه نښه له خپلې میرمنې سره د خبرو کولو کموالی دی. که چېرته مو خاوند د عادت خلاف درسره کمې خبرې کوي نو پوه شئ چې بې وفایي درسره کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …