کورپاڼه / خبرونه / راشد خان دوه ورځې وروسته انګلستان ته ځي
راشد خان

راشد خان دوه ورځې وروسته انګلستان ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان دوه ورځې وروسته له اماراتو څخه انګلستان ته ځي، تر څو په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې برخه واخلي.

د ویټالیټي بلاسټ سیالۍ چې د جون په نهمه نېټه پیل شوي دي، راشد خان به د سسیکس شارکس لوبډلې سره ولوبېږي. یادې لوبډلې د راشد خان په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي.

سسیکس لوبډلې په خپله وېبپاڼه کې د راشد خان په اړه لیکلي دي، چې نوموړی به د جولای په لومړۍ نېټه له متحده عربي اماراتو څخه انګلستان ته ورشي.

کله چې نوموړی انګلستان ته ورسېږي، نو هلته به د حکومت د اصولو سره سم کرنټین شي او له کرنټین ختمېدو نه وروسته به بیا د ویټالیټي بلاسټ سیالیو پاتې لوبو لپاره د سسیکس لوبډلې سره یو ځای شي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان د پاکستان سوپر لیګ سیالیو لپاره پاتې شوی و، هغه د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ولوبېده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …