کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په سعودي عربستان کې د اوه دیرش میلونه کاله پخواني نهنګ پاتې شوني موندل شوي

په سعودي عربستان کې د اوه دیرش میلونه کاله پخواني نهنګ پاتې شوني موندل شوي

د سعودي عربستان له یوې سیمې څخه اوه دیرش میلونه کاله وړاندې یو داسی پخوانۍ اسکلیټ موندل شوی، چې په اړه یې ویل کېږي چې دا یو نهنګ دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه اسکلیټ د سعودي عربستان د جیولوژیستانو یوې ډلې ددې هیواد په لویدیځه صحرا کې موندلې ده.

جیولوژیستان وایي چې دغه نایاب اسکلیټ د نهنګ دی او په بشپړ ډول سره موندل شوې. ددې ډلې مشر وایي په لومړیو کې یې ځینې پاتې شونې او آثار وموندلې.

دوی وایي چې اوسمهال یې د موندنو په پیل کې تقریباً بشپړ اسکلیټ موندلی دی. دوی زیاتوي چې د موندل شوي نهنګ عمر تقریباً اوه دیرش میلونه کلونو ته رسېږي.

څېړونکې وایي چې د اسکلیټ عمر یې د پاتې شونو او د شاوخوا سیمو له ډبرو له تجزیې او څېړنې څخه معلومه کړی دی. خو اوس یاده سیمه یوه وچه او سپېره صحرا یا دښته ده.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …