کورپاڼه / روغتيا / ځمکي توتان ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

ځمکي توتان ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

ځمکي توتان د خپل تروش او خوږ خوند په لرلو سره د هر چا د خوښې مېوه ګڼل کېږي، چې هم ښکلی او هم ډېره خوندوره مېوه ده، نو ځکه خو د انسان مجموعي روغتیا ته ګټوره وي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې ځمکي توتان دفاعي سیستم پیاوړی کوي او نورې ګټې هم لري چې دلته به یې ولولو:

د زړه لپاره:

ځمکي توتان د زړه ناروغانو ته ګټور وي، نو هغه کسان چې د زړه ناروغي لري ډېر ځمکي توتان دې وخوري. ځمکي توتان داسې توکي لري چې د زړه او سرطان ناروغیو ته ګټور وي او پوتاشیم او منرالونه یې دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

د خرابو کلیسترولو پر وړاندې مزاحمت کوي:

د نړۍ په کچه د زړه ناروغي د طبي مړینو لوی لامل ګڼل کېږي او ځمکي توتان د زړه روغتیا ښه ساتي او ایلیجیک اسید او فلیونوایډز هغه انټي اکساید دي چې په وینه کې د خرابو کلیسترولو پر وړاندې مزاحمت کوي.

د سترګو لپاره:

ځمکي توتان د انټي اکسایدو لرونکې وي چې د سترګو لپاره ډېر ګټور وي او په زړښت کې د سترګو د دید ختمېدلو خطر کموي. دغه راز ویټامین سي سترګې د لمر له وړانګو خوندي ساتي.

دفاعي سیستم پیاوړی کوي:

روغتیایي کارپوهان وایي چې ځمکي توتان د ویټامین سي د ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه وۍ. لکه څنګه چې بدن ویټامین سي نه شي جوړولس نو دغه ویټامین د بدن سیستم پیاوړی کوي او انټي اکساید یې د بدن سوخت ختموي.

دغه راز د فولیټ اسیدو شتون یې د حامله میرمنو لپاره ګټور وي او د سرطاني ناروغیو مخنیوی هم کوي او ترڅنګ د پوستکي په ښکلا او رنګ کې هم مهم رول لوبوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …