کورپاڼه / هنر او کلتور / د اکشي کمار هغه په زړه پوری ځواب چې کترینا کیف ته یې د راکي تړلو پر وخت ورکړی

د اکشي کمار هغه په زړه پوری ځواب چې کترینا کیف ته یې د راکي تړلو پر وخت ورکړی

کترینا کیف یو ځلې اکشي کمار ته د راکي تړلو (د هندوانو یو دود چې خور یې ورور ته تړي) هیله څرګنده کړه، خو هغه بې ځوابه کړه.

د بالیووډ د اداکارې کترینا کیف ښکلا د هند سربېره په ټوله نړۍ کې ستایل کېږي، خو نوموړې کوم ورور نه لري او په همدې سبب یې ډېرو اداکارانو ته د راکي تړلو هیله څرګنده کړې، خو هیچا یې دغه غوښتنه نه ده پوره کړې.

د بالیوډ د فلمونو لوبغاړي اکشي کمار او کترینا کیف په (نمستی لندن)، (دی دنا دن) او د (تیس مار خان) ترڅنګ په ډېرو فلمونو کې یوځای کار کړی او دغه جوړه به د روهت شیټي په لارښوونه په (سوریاونچي) فلم کې هم راڅرګند شي.

کترینا کیف د (کافي وید کرن) خپرونه کې ویلي چې اکشي کمار مې یو ښه ملګری دی، ځکه خو د (تیس مار خان) فلم د ثبت پرمهال مې له هغه د راکي د تړلو غوښتنه وکړه، خو هغه راته غوسه شو او راته یې ویل:((آیا څپېړه خوړل خوښوې.))

کترینا کیف زیاتوي چې ما په همدې شپه د مراسمو پرمهال ارجن کپور ته وویل چې ته زما ورور شه، زه درته راکي تړم، چې په دې سره هغه په منډه شو او له مراسمو لاړ او بېرته رانغی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …