کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نوین الحق ۲ ویکټې واخیستې، خو لوبه د محمد نبي لوبډلې وګټله
محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ ویکټې واخیستې، خو لوبه د محمد نبي لوبډلې وګټله

د افغانستان ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ځلېږي، خو د محمد نبي اړوند لوبډلې سره په بېګانۍ لوبه کې که څه هم هغه دوه لوبغاړي وسوځول، خو لوبه د محمد نبي لوبډلې وګټله.

د ویټالیټي بلاسټ دا لوبه د لیسټر شایر او نارتهمپټن شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل کې لیسټرشایر پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

لیسټر شایر په ۱۹.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې سکاټ سټیل ۴۴ او هیري سینډیلس ۳۲ منډې وکړې. همدا راز نوین الحق هم په ۶ منډو وسوځېده. د نارتهمپټن شایر له خوا ګریم وایټ، جوش کوب، فريډي هیلدریچ او وین پارنیل ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، محمد نبي او ټام ټیلر ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۳۹ منډو هدف د نارتهمپټن شایر لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا روب کیخ ۳۴ ناسوځېدلې، ریکارډو واسکونسیلوس ۳۰ او جوش کوب ۲۸ منډې وکړې. همدا راز محمد نبي هم ۸ منډو وسوځېده. د لیسټر شایر له خوا نوین الحق او سکاټ سټیل ۲-۲ او کالم پارکینسن ۱ ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده چې په ویټاليټي بلاسټ روان لیګ کې نوین الحق تر ټولو مخکښ توپ اچونکی دی چې په ۱۰ لوبو کې یې ۱۷ ویکټې اخیستي دي، له هغه وروسته بیا کارلوس، لوګان او نورو ۱۵-۱۵ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …