کورپاڼه / هنر او کلتور / ابراهیم عابد: که مور ته په وخت نه وای رسېدلی، شاید د فیسبوکي اوازو له امله مې مور مړه شوې وای
ابراهیم عابد

ابراهیم عابد: که مور ته په وخت نه وای رسېدلی، شاید د فیسبوکي اوازو له امله مې مور مړه شوې وای

د هېواد مشهور او نومیالی کومیډین وايي ابراهیم عابد وايي چې هغه موټرسایکل وهلی و او لږ ژوبل و، خو فېسبوکیانو یې د مرګ اوازې خپرې کړې وې او که چېرته په وخت خپلې مور ته نه وای رسېدلی، نو شاید د فیسبوکي اوازو له امله یې مور مړه شوې وای.

ابراهیم عابد چې د (سراچه) په نوم د یو خصوصي ټلویزیون په خپرونه کې مېلمه و، څه وخت وړاندې د موټرسایکل وهلو کیسه یې هم په دغه خپرونه کې وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې په هغه کسانو نیوکې هم وکړې، چې منفي شیان ډېر چټک خپروي او دې ته هم نه ګوري چې دا حقیقت هم لري او که نه، یوازې تشه اوازه ده.

نوموړی وايي: ((په افغانستان کې خدای هر چاته یو موبایل ورکړی او یو فیسبوک. موږ یې غرق کړو…. زه موټر سایکل ووهلم او لږ یې ژوبل کړم، خو فیسبوکیانو ان زما د مرګ خبرونه خپاره کړل. که زه خپلې مور ته په وخت رسېدلای نه وای، شاید د فیسبوکي اوازو له کبله مې مور مړه شوې وای.))

هغه زیاته کړه: ((فیسبوکیانو زموږ ټول دوستان خواشیني کړل، هر دوست به زنګ راوهه، دومره زنګونه یې راووهل چې ستړی یې کړم.))

هغه دې خلکو ته وویل: ((ګورئ، تاسو چې د هر چا په اړه هر څه خپروئ، لږ فکر وکړئ چې هغه به کور لري او خپلوان به لري، سناسو منفي خبر او اوازه به هغوی ته څومره زیان رسوي؟ دوی زما د ژوبل کېدو خبر داسې غټ کړی و، لکه ماشی څوک وچېچي او خبر راشي چې زمري داړلی دی. مکوئ داسې.))

د یادولو وړ ده چې ابراهیم عابد د (شبکه خنده) په نوم په یوه کومیډي خپرونه کې کار کوي، هغه ډېر مینه وال لري او د کومیډي په برخه کې یو مخکښ او تکړه ممثل دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …