کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ کورونا نیولی
شاپور ځدراڼ

د ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ کورونا نیولی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی شاپور ځدراڼ د کورونا ویروس ناروغۍ باندې اخته شوی دی، چې له مینه والو څخه یې د دعا غوښتنه شوې ده.

خپلواک وېبپاڼې د شاپور ځدراڼ په اړه معلومات ترلاسه کړي دي، چې نوموړی د کورونا ویروس ناروغۍ نیولی دی او اوس یې ځان کرنټین کړی دی.

شاپور ځدراڼ تېره میاشت د کورونا ضد واکسین هم کړی و، چې د واکسین پر مهال اخیستل شوی عکس یې هم په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې خپور کړی و.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د شاپور ځدراڼ د کورونا ویروس ناروغۍ خبر یو شمېر ورزشي خبریالانو خپور کړی دی او د هغه له مینه والو څخه یې د هغه لپاره د دعا غوښتنه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې ۳۳ کلن شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره ۴۴ نړیوالې یو ورځنۍ او ۳۶ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې ۸۰ ویکټې یې اخیستي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …