کورپاڼه / خپلواک / ويسټ انډيز افغان لوبډلې ته ١٦٥ منډې هدف وټاکه
کيرون پولارډ او ګلبدين نايب

ويسټ انډيز افغان لوبډلې ته ١٦٥ منډې هدف وټاکه

خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ويسټ انډيز په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ايوان ليوس پکې ٦٨ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ١٦٥ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پيل کې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړى يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

برېنډن کنګ ايوان ليوس توپوهنې ته راووتل او مجيب الرحمان لومړي اور توپ اچونې ته راغى، چې د لومړي اور په څلورم توپ يې د برېنډن کنګ ويکټ ترلاسه او هغه يې له مېدان بهر کړ.

تر هغه وروسته ايوان ليوس او شيمرون هيټماير په زړه پورې توپوهنه پيل کړه او دواړو په ګډه د ٨٧ منډو ملګرتيا وکړه، چې د ويسټ انډيز په مجموعي ٩١ منډو هيټماير د راشد خان په توپ د ويکټو تر شا ولاړ رحمان الله ګربز ته کېچ ورکړ او د ٢١ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه ووت.ايوان ليوس

ايوان ليوس په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ٦ شپږيزې او ٤ څلوريزې يې ووهلې او په ٤١ توپونو يې ٦٨ منډې وکړې او د ګلبدين نايب په توپ يې د شاټ وهلو هڅه وکړه چې محمد نبي کېچ او له مېدانه بهر کړ.

په نورو لوبغاړو کې کيرون پولارډ ٣٢ ناسوځېدلې او دينيش رامدين ٢٠ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

ويسټ انډيز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې، چې افغانستان ته يې د ١٦٥ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري ګلبدين نايب ٢، نوين الحق، راشد خان او مجيب الرحمان ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.ګلبدين نايب

تر لنډې دمې وروسته به افغانستان د ١٦٥ منډو د هدف په تعقيب توپوهنه پيل کړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …