کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حکومت او برېښنا شرکت د برق پایې نه شي ساتلی، تازه یوه بله د برق پایه هم الوزول شوې
چپه شوې پایه

حکومت او برېښنا شرکت د برق پایې نه شي ساتلی، تازه یوه بله د برق پایه هم الوزول شوې

حکومت او د برېښنا شرکت د وارداتي برېښنا د برق پایو یا ستنو په ساتلو کې ناکامه شوي دي او له تېرې یوې میاشتې  راهیسې په پرلپسې ډول د برق پایې تخریب کېږي او د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې برېښنا نشته، چې خلک تیارې ته ناست دي.

اوس تازه د برېښنا شرکت وايي، چې د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې یوه بله پایه هم د ماین په مرسته الوزول شوې ده، چې د کابل برېښنا یې پرې کړې ده.

دا پایه نن سهار ۴:۲۵ دقیقې الوزول شوې ده، چې د برېښنا شرکت وايي: ((د وارداتي برېښنا ددې پايې د ړنګېدو له امله د کابل په ګډون د وارداتي برېښنا په تګلوري کې د نورو اړوندو ولایتونو برېښنا په بشپړ ډول پرې شوه. د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي تخنیکي کارکوونکي د پايې د رغولو او نصب په موخه په سیمه کې حضور لري.))

دا په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول د پایلو الوزولو لړۍ روانه ده، خو حکومت نه هم د دې کار د مخنیوي لپاره کوم لازم اقدامات کړي دي او نه هم هغه کسان چې په دې چاره کې لاس لري، کومه سزا ورکړل شوې ده.

د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو خلک له تېرو دوه اونیو راهیسې برېښنا نه لري او په ۲۴ ساعته کې چې کومه ساعت یا نیم ساعت برېښنا خوشې کېږي، هغه د چا درد نه شي دوا کولای، همدا راز هره ورځ د میلیونونو ډالرو تاوان خلکو ته اوړي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …