کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید: خپله پیشو مې ۶ میاشتې کېږي نه ده لیدلې، ډېره ورپسې خپه شوې یم
اریانا سعید

اریانا سعید: خپله پیشو مې ۶ میاشتې کېږي نه ده لیدلې، ډېره ورپسې خپه شوې یم

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځینه حقونو مدافع اریانا سعید وايي چې هغې خپله پیشو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نه ده لیدلې او په خپلې پیشو پسې ډېره خپه شوې ده.

نوموړې په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې پیشو عکسونه خپاره کړي دي او له هغې سره یې په یو پېغام کې په خپلو پیشو پسې د خپه کېدو خبره هم کړې ده.

اریانا سعید وايي، چې د هغې دا ښایسته پیشو یې ډېره یادېږي، ځکه چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې نه ده لیدلې او ډېره ورپسې خپه شوې ده.


د اریانا سعید دا پیشو د انسټاګرام اکاونټ هم لري، موږ د هغې انسټاګرام اکاونټ ته لاړو، خو د هغې انسټاګرام اکاونټ پرایویټ و، نو دا معلومه نه شوه، چې څه شی پکې خپاره شوي دي.

د یادولو وړ ده چې اریانا سعید په ټولنیزو رسنیو کې ډېر تعقیبوونکي لري او د هغې ډېرو مینه والو ورته دعا کړې ده چې خدای دې وکړي چې ژر بېرته د خپلې پیشو سره یو ځای شي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …