کورپاڼه / جالب / د ګوتمۍ ګوته مو د شخصیت په اړه پټ رازونه رابرسېره کوي

د ګوتمۍ ګوته مو د شخصیت په اړه پټ رازونه رابرسېره کوي

د هر انسان ګوتې ځینې کوچنۍ وي او ځینې غټې، یعنې که د لاس ګوتې وي یا د پښو همدا توپیر یې ترمنځ ضرور وي. خو آیا کله مو فکر کړی چې زموږ هر ګوته ولې د نورو سره توپیر لري، علت یې څه دی؟

په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي چې په هره ګوته کې په طبیعي ډول ځینې د فشار کرښې وي چې نېغ په نېغ له دماغو یا عصبي سیستم سره تړاو لري او د دریمې ګوتې یا د ګوتمۍ ګوتې په اړه ویل کېږي چې ددې ګوتې اوږدوالي د ټسیټو سټیرون هورمون پورې اړه لري او دا هورمون د انسان پر شخصیت اغېزې کوي.

د ګوتمۍ ګوته که د شهادت له ګوتې سره برابره وي:

هغه کسان چې د شهادت ګوته یې له دریمې ګوتې سره برابره وي، دوی ډېر د ځان خیال ساتي، متوازن وي او هغه کسان وي چې په مینه او آرامۍ سره ځان بریا ته رسوي. همدغه راز له جنجالونو او خطرونو ځان لېرې ساتي.

د ګوتمۍ ګوته که د شهادت له ګوتې کوچنۍ وي:

دا ډول کسان د زړه راښکونکې، جاودیي او اغېزمن کوونکي شخصیت لرونکې وي. دوی د خبرو هنر لري او ژر د مجلس توجه د ځان پر لورې اړولی شي. که کوم پلان یې نیمګړی پاتې شي نو بله لار ورته ګوري.

د ګوتمۍ ګوته که د شهادت له ګوتې غټه وي:

دا ډول خلک په ځان باوري او غوره لیډر یا مشر وي، دوی د آرامه شخصیت او سوړ طبیعت لرونکې وي. دوی د تجربوي ذهنیت لرونکې وي او د هرې پرېکړې پایلې سنجوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …