کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا په دریمه لوبه کې ویسټ انډیز ماته کړه
تبریز شمسي

سویلي افریقا په دریمه لوبه کې ویسټ انډیز ماته کړه

د کوانټین ډي کوک د ښې توپوهنې او تبریز شمسي د ښې توپ اچونې په مټ سویلي افریقا په دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او د ۵ لوبو لړۍ کې د ۲-۱ سره مخکې شوه.

د سویلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ دا لوبه پرون په سینټ جارج کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې سویلي افریقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې کوانټین ډي کوک ۷۲، راسي ون در دوسین ۳۲ او ایدین مارکرم ۲۳ منډې وکړې. د ویسټ انډیز له خوا اوبید مک کای زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، همدا راز ډواین براوو ۳ ویکټې واخیستې.

د ۱۶۸ منډو هدف په تعقیب د ویسټ انډیز لوبډلې هم ښه لوبه ترسره کړه، خو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او یوازې د ۱ منډې په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا ایوین لیویس ۲۷، نیکولاس بوران ۲۶ او انډري رسل ۲۵ منډې وکړې. د سویلي افریقا له خوا تبریز شمسي ۲ او انریک نورجه ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه تبریز شمسي ته ورکړل شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه لوبه به د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …