کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د منډې پرمهال موسیقي اورېدل ذهني ستړیا ختموي

څېړنه: د منډې پرمهال موسیقي اورېدل ذهني ستړیا ختموي

د ورزش یا بدني فعالیتونو په اړه ډېرې څېړنې ترسره شوي او د هرې څېړنې له پایلو یې حیرانوونکې او پټې ګټې رابرسېره شوي، چې تقریباً هرڅوک ورسره اشنا شوی دی.

خو اوسمهال د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د منډې وهلو پرمهال د موسیقۍ اورېدل د ذهني ستړیا په لېرې کولو کې مرسته کوي.

د منډې وهلو پرمهال د موسیقۍ د اورېدلو د اغېزو د معلومولو په اړه دا لومړنۍ منظمه څېړنه ده، چې له مخې یې د ذهني ستړیا د لېرې کولو او د ذهني وړتیاوو د ډېرولو په اړه یې د موسیقۍ اغېزې رابرسېره کړي.

دغه څېړنه چې د ایډنبرا د پوهنتون څېړونکو لخوا ترسره شوه، له دوه معایناتو یې ور پکې ګټه واخیست، ترڅو معلومه کړي چې د موسیقۍ په اورېدلو سره د هغه کسانو پر ذهني وړتیاوو څه اغېز پرېوځي چې د فټنس لپاره منډه وهي.

د څېړنو له پایلو ډېرې مثبتې نتیجې لاسته راغلې او د (هیومن سپورټ اینډ ایکسرسایز) په ژورنال کې خپرې شوې.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …