کورپاڼه / روغتيا / آیا د بکیاڼې د تېلو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د بکیاڼې د تېلو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

د بکیاڼې ونه یوه ډېره پخوانۍ ونه ده او د یوې ونې عمر یې له دوه سوو څخه تر پنځه سوو کلونو پورې رسېږي. ددې ونې پاڼې ګڼې روغتیایي ګټې لري او د تېل استعمال یې هم اغېزمن تمامېږي.

د بکیاڼې ونه د چاپیریال په پاک ساتلو کې هم مرسته کوي او په اړه یې ویل کېږي چې دغه ونه د وبایي ناروغیو تر ډېره مخنیوی کوي. پاڼې، ګل، مېوه او پوستکي هر یو یې له ځانګړتیا ګټو څخه برخمن وي.

د بېلګې په توګه که چېرته د بکیاڼې پاڼې په اوبو کې وایشول شي او بیا په هغه اوبو ځان ووینځل شي نو د پوستکي د ناروغیو درملنه کوي او که پاڼې یې وسوځول شي او کور کې یې لوګی وګرځول شي نو ماشې به ختمې کړي او د مالریا په څېر له ناروغیو به مخنیوی وکړي. دغه مسواک یې غاښونه روغ ساتي او جوشانده یې د تبې لپاره ډېره ګټوره وي.

که چېرته د بکیاڼې تېل په ویښتانو ووهل او د سر پوستکی مساج شي، نو سپږې او نور بلا او بتر به له منځه ولاړ شي. که چېرته مو ویښتان توییږي نو له شامپو وهلو دمخه د بکیاڼې ایشېدلو اوبه چې سړې شوي، ویښتان پرې ووینځئ، ستونزه به حل شي. که غواړئ چې ویښته مو ګڼ شي نو د بکیاڼې له تېلو سره د زیتونو تېل ګډ کړئ او پر ویښتو یې ووهئ.

دغه راز که چېرته غواړئ څېره ښکلي شي دوه څاڅکي د بکیاڼې تېلو کې درې څاڅکي اوبه واچوئ او مخ پرې مساج کړئ او هر اوونۍ یې یو ځل تکرار کړئ نو له داغونو، ځوانکو او ګونځو به په امان شئ او هغه کسان چې حساس پوستکی لري د بکیاڼې تېل ورته ګټور وي. که چېرته د پښو بوی لرئ په دې تېلو یې مساج کړئ نو ستونزه به مو حل شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …