کورپاڼه / روغتيا / که چېرته هګۍ د دویم ځل لپاره ګرمۍ شي؛ روغتیا ته زیان رسوي

که چېرته هګۍ د دویم ځل لپاره ګرمۍ شي؛ روغتیا ته زیان رسوي

آیا پوهېږئ چې ځینې د خوراک عمومي شیان داسې هم وي، چې له پخولو او سره کولو وروسته یې بیا ګرمولو او خوړل ډېر زیانمن تمامېږي او څېړنې هم وایي چې د دا ډول شیانو په بیا ګرمولو کې له احتیاط څخه کار واخلئ.

په دې نوملړ کې داسې ډېر شیان شامل دي، خو موږ به دلته د هګیو په اړه خبرې وکړو. یعنې یو له هغه خوراکي توکو له جملې څخه دي چې روغتیا ته زیانمن تمامېږي.

باید ووایم چې هګۍ ځینې میکروبونه پیدا کوي، چې په یخچال کې په ایښودلو سره هم نه ختمېږي او که چېرته بیا ځلې ګرم شي نو د (کلوستریډیم بوټولیم) میکروب ترې جوړېږي او زهرجن کوي یې.

یعنې که چېرته هګۍ په هرې طریقې سره پخه شي د بېلګې په توګه وایشول شي، سره شي یا له نورو خوراکي توکو سره یوځای پخه شي؛ زهرجنه تمامېږي.

د یادولو وړ ده هغه خوراکي چې ډېر پروټین لري، په هغې کې په ډېره اندازه نایتروجن هم وي چې په بیا ګرمولو سره زهرجن کېږي او د سرطاني ناروغیو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …