کورپاڼه / روغتيا / د ټوخي ډولونه، سببونه او درملنه یې

د ټوخي ډولونه، سببونه او درملنه یې

د ټوخي له غږ یا آواز څخه د ټوخي سببونه معلومېدلی او درملنه یې ترسره کېدلی شي. لکه څنګه چې ټوخی ډېر ډولونه لري او د ډلبندۍ لپاره یې ډېرې لارې چارې شتون لري او د ټوخي د علت معلومولو لپاره ترټولو آسانه طریقه د ټوخي آواز ته پام کول او پر بدن یې د اغېزو معلومول دي.

وچ ټوخی:

دا ډول ټوخی په عام ډول د ساه له ناروغیو د بېلګې په توګه له نزلې او فلو وروسته راپیدا کېږي. دا ټوخی هغه وخت رامنځته کېږي کله چې مرۍ کې بلغم کم یا نه وي، چې په دې صورت کې ناروغ ټوخی نشي درولی او په ډېرو خلکو کې دغه ډول ټوخی پخپله ختمېږي، خو ځینې نور سببونه هم لري:

ساه لنډي: په نور نښو، نښانو کې د سینې ناروغي، د ساه اخیستلو ستونزې او د ستونزې خرابېدل.

د معدې تېزابیت: دا هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د معدې تېزابیت ستوني ته راشي او د ټوخي سبب کېږي.

د سږو سرطان: هغه ټوخی چې د سږو د سرطان په سبب وي له بلغم سره وینه راځي، خو که تکلیف ډېر وي نو له ډاکتر سره مشوره وکړئ. خو ګرمې اوبه یا د ټوخي استعمال د وچې ټوخي لپاره ګټور وي.

لوند ټوخی:

ځینې کسان دې ډول ټوخي ته د سینې ټوخی وایي. دا ډول ټوخی له بلغم سره یوځای وي، چې په عام د میکروب په سبب وي د بېلګې په توګه فلو، نزله یا د سینې میکروب. هغه کسان چې د سینې میکروب لري د بلغم په ټوخي کې یې په لږه اندازه وینه وي چې دا له سږو څخه راوځي.

که چېرته په ټوخي کې په ډېره اندازه وینه وي نو ژر ډاکتر ته مراجعه وکړئ. د لوند ټوخي ډېر ډولونه همیشني وي، چې لاندې سببونه لري:

ساه لنډي: داسې هغه وخت پېښېږي کله چې بکتریا د سږو نسجونه زیانمن کړي.
نری رنځ: دا ساري نه وي او ناروغ شخص د وزن د کمښت احساس کوي.

پلمونري ناروغي (COPD): دا د سږو یو ډول ناروغي ده چې عامې نښې یې د ساه اخیستلو ستونزې او ستړیا ده.

که چېرته یې د درملنې په اړه خبرې کېږي نو باید د بدن اوبه پوره شي او ترڅنګ یې د ټوخي درمل، شربت، د سینې مالش کول او د درد ضد درمل هم ګټور وي، خو که میکروب د ناروغۍ سبب شي نو انټۍ بیوټیک اغېزمن تمامېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …