کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پښتونخوا کې یو افغان له ځايي کس سره جنګ کړی، اوس پرې د پېغمبر (ص) د سپکاوي تور پورې شوی
پښتونخوا کې افغان

پښتونخوا کې یو افغان له ځايي کس سره جنګ کړی، اوس پرې د پېغمبر (ص) د سپکاوي تور پورې شوی

د خېبر پښتونخوا په بونېر سیمه کې یو افغان کډوال ځوان له یو ځايي دوکاندار سره جنګ کړی دی، چې له هغه وروسته پرې ځايي خلکو د پېغمبر صلي الله علېه وسلم د سپکاوي درواغژن تور پورې کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه هلک د جنګ پر مهال ځايي کس ته ویلي و، که چېرته پېغمبر راشي هم ترې نه یې شي بچ کولی، چې له هغه وروسته خلکو پرې تورې پورې کړی دی، چې پېغمبر (ص) ته یې سپکاوی کړی دی.

په هغه وخت مهال پولیس رارسېدلي او یاد هلک یې له خلکو څخه بچ کړی او حوزې ته یې بیولی دی، خو ځینو ملایانو بیا د هغه پر وړاندې خلک راپورته کړي دي او ورته یې ویلي دي، چې باید دغه هلک ژوندی پرې نه ښودل شي.

د دغه سیمې ځینې خلک وايي، چې د یاد هلک په اړه هېڅ داسې خبره نشته، خبره ټوله د مخامخ دوکاندار سره د جنګ ده، خو ځايي ملایان هم په ځای د دې چې د خبرې تحقیق، څېړنه وکړي او ثبوت پېدا کړي، په یاد هلک پسې یې خلک راغونډ کړي دي.

دغه هلک چې مومن نومېږي او د بونېر سواړۍ بازار کې یې دوکان دی، پلار او ورور یې هم په یوه ویډیو کې دا ټولې خبرې رد کړې دي او پلار یې وايي، چې د هغه زوی کلک مسلمان دی، د تبليغي جومات غړی دی او هېڅ داسې څه یې نه دي کړي، چې پېغمبر (ص) ته دې سپکاوی وشي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې اړه ځینو ځايي پښتنو پوسټونه کړي دي او نه یوازې هغه خلک چې په دغه افغان کډوال یې دا تور پورې کړی دی، بلکې هغه ملایان هم چې د دغه هلک په اړه یې دې تور ته هوا ورکړې ده، سختې نیوکې یې پرې کړې دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …