کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو غټ ریوبیک مکعب په هانګ کانګ نصب شوی او د حلولو وړ هم دی

د نړۍ ترټولو غټ ریوبیک مکعب په هانګ کانګ نصب شوی او د حلولو وړ هم دی

په دې ورځو کې له هانګ کانګ څخه د یو خپور شوي راپور او ویډیو په اړه ډېر بحثونه کېږي او ویل کېږي چې په دې هیواد کې د نړۍ ترټولو غټ او اصلي ریوبیک مکعب نصب شوی دی.

خو د ریوبیک مکعب د تاوولو لپاره لږې خوارۍ ته اړتیا وي او له دوو تر دریو کسانو یې ایله یو لوري ته تاو کړي او د یو لوري اوږدوالی یې او پلنوالی یې اته فوټه او دوه نیم اینچه وي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې څو تنه انجینران او کارپوهان دغه ریوبیک مکعب ډیزاینوي او ترټولو غټه ننګونه یې دا وه چې ټول کسان یې باید په اسانۍ تاو کړي او مات نه شي، نو ځکه خو یې داخلي او بهرنۍ برخې سپکې غوندې جوړ کړي او په اخر کې یې انجینران پخپله دغه لوبه کوي.

که څه هم دغه ویډیو د ۲۰۲۱ کال د مارچ د اته ویشتمې نیټې ده او لیدل کېږي خو په اړه یې تفصیلات څو ورځې وړاندې وړکړل شول.

بل لوري ته د ګنیز ادارې هم منلې چې کیوب یا مکعب د نړۍ ترټولو غټ مکعب دی او په نینا شاپنګ مال کې نصب شوی دی، خلک یې لېدو ته راځي او له دې وړاندې دغه ریکارډ د بریتانیې د یو انجینر سره و چې شپږ فوټه او اوه اینچه مکعب یې جوړ کړی و.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …